خضدار كښې د سكول په ګاډي د ترهه ګرۍ كاروائي د غندنې وړ ده۔سينيټر جان محمد بليدي

كوئټه 21مئی (اے پی پی)د نېشنل پارټۍ سينيټر جان محمد بليدي وئيلي دي خضدار كښې د سكول په ګاډي د ترهه ګرۍ كاروائي د غندنې وړ ده۔په يو بيان كښې ده ووئيل بې ګناه ماشومان په نخښه كول په انسانيت بريد دے د كوم چې په كومه هم ټولنه كښې اجازه نشته٬ ده ووئېل دا بريد د اخلاقيات څخه د ماتې خوړونكې سوچ غماز او د بلوڅو اخلاقيات كښې د نه بخښلو وړ جرم دے۔