بلاول بهټو زرداري خضدا كښې د سكول په بس د ترهه ګرۍ د بريد غندنه وكړه

كراچي 21مئی (اے پی پی)د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري خضدار ضلع كښې د سكول په بس د ترهه ګرۍ بريد غندنه كولو سره وئېلي دي د سكول ماشومان د ترهه ګرۍ شكار كول د بزدلۍ او بربريت انتها ده۔بلاول هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې ده ووئيل دا ډول ظلمونه د پاكستاني قام حوصلې كمزورې كولې نه شي٬باور لرو چې خضدار كښې د سكول په بس بريد كښې ككړ ټول تورن به ډېر زر خپل انجام ته ورسي۔بلاول بهټو زرداري ووئيل په ځانمرګي بريد كښې شهيدو شوو ماشومانو او نورو كسانو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو٬ ده ووئېل د خضدار په بريد كښې د ژوبل شوو زده كوونكو ښه علاج معالجه به باوري كولې شي۔