كوئټه 21مئی (اے پی پی)د بلوچستان اسمبلۍ دوهمې سپيكرې غزاله ګوله خضدار كښې د سكول په بس د ترهه ګرۍ بريد سخته غندنه كولو سره وئېلي دي بې ګناه ماشومان په نخښه كول د انسانيت په ضد عمل دے۔دې ووئيل ترهه ګر په داسې ډول بزدلانه پیښو د قام حوصلې نشي كمزورې كولې۔دې ووئيل په پیښه كښې ككړ عناصر به ډېر زر انصاف سره مخ كړے شي۔دې د شهيدانو كورنيو سره د يو والي او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔