د بلوچستان د منصوبه بندۍ او پرمختګ صوبائي وزير خضدار كښې د سكول په بس د ترهه ګرۍ بريد غندنه وكړه

كوئټه 21مئی (اے پی پی) د بلوچستان د منصوبه بندۍ او پرمختګ صوبائي وزير مير ظهور احمد بليدي خضدار كښې د سكول په بس د ترهه ګرۍ بريد غندنه كولو سره وئېلي دي د ماشومانو د ترهه ګرۍ بريد كښې په نخښه كولو اجازه په هېڅ صورت نشي وركرې كېدې ۔ده بيان كښې ده ووئيل د ترهه ګرۍ په پیښه كښې ككړ تورون دې انصاف سره مخ كړی شي۔ده بيان كښې ووئيل خضدار كښې ترهه ګرو د سكول په بس بزدلانه بريد كړے چې پكښې بې ګناه ماشومان شهيدان شوي ٬ د دې چې څومره هم غندنه وشي لږه ده۔ده د ماشومانو كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه او د شهيدو شوو ماشومانو لپاره يې او د ژوبل شوو زر روغتيا له يې دعا وكړه۔