واشنګټن 21 مئ(اے پي پي) د اسرائيل د آئرن ډوم نه پس امرېكې د ګولډن ډوم په نامه د جديد تر ميزائل شيلډ سسټم د لګولو اعلان سره ادعا كړې چې دا نظام هېواد د كروز ميزائلو ٬ هائپر ميزائلو او د روايتي او غېر روايتي تر دې چې د اتومي ډرونز څخه تحفظ لپاره جوړولې شي او دا به د نړۍ د كوم هم ګوټ څخه تر دې چې د خلا نه توغولي شوي ميزائل هم ايسارولې شي۔د انډپنډنټ اردو تر مخه په دې نظام به په مجموعي توګه 175 ارب ډالر خرڅ راځي او دا به په درې كاله كښې فعاله كړے شي۔ صدر ډونلډ ټرمپ وئېلې دي ما د انتخابي كمپائن په مهال د امرېكې اولس سره دا وعده كړې وه چې يو جديد تر ميزائل دفاعي شيلډ به جوړوم۔ زه نن په دې اعلان كولو خوشحاله يم چې ما د دغې جديد نظام لپاره په رسمي توګه د آركټيكچر ټاكنه كړې ده۔ ده ووئېل كله چې دا مكمل كړے شي نو د نړۍ د كوم هم ګوټ نه به تر دې چې د خلاﺀ نه به هم توغولے شوے ميزائل ايسارولې شي۔ ده ووئېل د امرېكې د سپېس فورس جنرل مائيكل ګيټلين به د دې منصوبې ذمه وار وي دغسې كاناډا هم په دې كښې خوښي لرلې ده۔ اګر چه صدر ټرمپ د دې منصوبې لګښت 175 ارب ډالر ښودلے دے خو د كانګرېس بجټ آفس تر مخه په خلا كښې د شته مېزائل انټر سېبټرز خرڅونه په 20 كالو كښې د 161 ارب نه تر 542 ارب ډالرو ترمينځه كېدې شي۔