
بيجنګ 21 مئي (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په بيجنګ كښې د سي پي سي د 20مي مرکزي کمېټۍ د سياسي بيورو غړي او د چين خارجه وزير وانګ يي سره ملاقات کړے۔د خارجه دفتر د اړخه جاري شوي بيان له مخې ملاقات په روايتي ګرمجوشۍ او د همغږۍ په چاپيرچل كښې شوے كومه چې د پاك چين د ملګرتيا عكاسي ده، دواړو لارښودو د سوئيلي اسياﺀ په موجوده صورتحال، د دوه اړخيزه مرستې په بېلو اړخونو او د ګڼ اړخيزه فورمز د مرستي پشمول په بېلو سرخطونو تفصيلي خبرې كړي۔ نائب وزيراعظم د پاکستان خپلواكۍ،سيمه ايزي سلامتيا او د خپلي دفاع حق تحفظ لپاره د چين حکومت او اولس د اړخه پرله پسې ملاتړ وستائېلو۔د چين لپاره په بنيادي مسئلو د پاکستان د غير متزلزل مرستې سره ده په هر وخت د موسمي سټريټجکي کوآپريټو پارټنرشپ لا زياتولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو كوم چې د قيادت د تصور او دواړو هېوادونو په اولسي خواهش اډانه دے۔ نائب وزيراعظم د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل قراردادونو له مخې د كشمير شخړې هوارے د سيمي د امن لپاره ضروري وګرځولو۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار بيجنګ كښې په هر كلي كولو د خارجه وزير وانګ په دې خبره زور راوړو چې چين پاکستان ته د يو قوي ملګري او اسټريټجکي پارټنر په توګه ګوري۔ ده دوه اړخيزه اړيكو او د مرستي اشتراك لا زياتولو له د چين خوښي څرګنده كړه۔ د خپلي خپلواكۍ او سيمه ايزي سلامتيا تحفظ كښې د پاکستان د عزم موقف ستائېلو سره ده د دې خبري تصديق وكړو چې چين به سيمه ايز امن، پرمختګ او د استحکام ودې لپاره به د پاکستان سره كار روان ساتي۔ خارجه وزير وانګ يي د دې خبري هم پخلے وكړو چې د خپلو وروڼو په حيث چين عمر له د پاکستان د خپلواكۍ، سلامتيا او پرمختګ مرسته کوي۔ ډلو د پاك چين اړيكو د بېلو اړخونو جاج واخست او د دوه اړخيزه اړيكو په مثبت رفتار ئې د اطمينان څرګندونه وكړه۔دوي د تجارت، سرمايه کارۍ، آئي سي ټي، زراعت، صنعت کارۍ او نورو مهمو څانګو كښې د مرستي زياتولو عزم وكړو۔ دواړه اړخو سيمه ايزو رابطو او اقتصادي پرمختګ زياتولو له د سي پيك د اهميت ذکر وكړو او د سي پيك فيز II په پرله پسې پيش رفت ئې د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده د كاميابې مرستي لپاره په خاص توګه د سي پيك په منصوبو كښې د كوم دريم فرق شرکت د نوو لارو لټولو په موقعو هم زور راوړو۔ دواړو لارښودو سيمه او دې څخه بهر امن، سلامتيا او كوټلي پرمختګ خپل شريك اهداف ګرځولو له د ګڼ اړخيزه فورمز پشمول په ټولو كچو نزدې رابطې او همغږۍ په ځائې ساتلو ته اتفاق وكړو ۔