
اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د بلوچستان خضدار ضلع كښې د سکول په بس د هند په سرپرستۍ كښې د كار كوونكو ترهه ګرو ناوړه بريد په سختو ټكو غندلو سره وئيلي دي ترهه ګرو د سکول په بس بريد كولو سره يو ناوړه كار كړے،دغه ترهه ګر به انجام ته د رسولو نه پس په قلاره كېښنو۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيرِاعظم د بريد ښكار شوو ماشومانو كورنيو سره د خواخوږۍ څرګندوني سره د بے ګناه ماشومانو او استاذانو په شهادت د غم دړد څرګندونه كړې۔ده په پېښه كښې د ككړو كسانو په سمدستي توګه لټولو او هغوي ته د سزا وركولو سپارښتنه كړې۔ وزيراعظم په پېښه كښې ژوبل كسانو له سمدستي د غوره طبي امداد وركولو سپارښتنه هم كړې۔وزيراعظم ووئيل د هند په سرپرستۍ كښې د كار كوونكو ترهه ګرو د سکول په بس بريد كښې بے ګناه وګړي په نخښه كولو سره د هغوي په بلوچستان كښې د تعليم دښمنۍ ښكاره ثبوت وركړے ، ترهه هګرو د سكول په بس بريد كولو سره لويه درندګي كړې،د هند په سرپرستۍ كښې دغه ترهه هګر انجام ته رسولو سره به په قلاره كېښنو۔وزيرِاعظم ووئيل د هند مرسته لرونكې دغه ترهه ګرو په بلوچستان كښې د امن خرابولو ناوړه عزائم ناكامه كولو كښې به هيڅ ډول بے غوري نه كېږې۔ وزيرِاعظم د پاکستان سباؤن، د بے ګناه ماشومان په نخښه كوونكو ترهه ګرو انجام ته رسولو له د عزم څرګندونې سره ووئيل زما پشمول د ټول قام همدردۍ د شهيدو شوو بے ګناه ماشومانو كورنيو سره دي، سکيورټي فورسز او حکومت د هېواد څخه د ترهه ګرۍ ختمولو له لوظي او يو موټې دي۔