
اسلام آباد 20 مئی(اے پی پی)د منصوبه بنډۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال او د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان په مشرۍ كښې د مواصلات وزارت په ترجيحي پرمختيائي پروژو شريكه غونډه وشوه۔په غونډه كښې د قامي سترو لارو٬موټروے پروژو او محدود پرمختيائي فنډز ښه كارولو په چارو تفصيلي غور وشو۔وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل په هېواد ګښې ترلاسه محدود پرمختيائي فنډز تر مخه يوازې به ترجيحي كارونه كولې شي۔په خاص توګه د سترو لارو جوړولو مهمې پروژې به اول بشپړولې شي۔ده ووئيل سنده كښې د ايم -6 موټروے پروژه راتلونكې مالي كال كښې پېل كولې شي كومه به چې سوئېلي پاكستان كښې سفري آسانيو كښې انقلابي راولي۔په غونډه كښې د اسلام آباد-مري هائي وے اپ ګريډېشن او د ناران-كاغان موټروے په پروژو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان د غونډې په مهال د اين اېچ اے په مالي كاركردګۍ رڼا اچولو سره ووئيل نېشنل هائي وے اتهارټي ريونيو كښې د تېر يو كال په مهال 50 ارب روپۍ اضافه شوې٬كومه چې د ادارې د استعداد او د سپيځلتيا ثبوت دے۔دواړو وزيرانو په دې خبره اتفاق وكړو چې د سترو لارو او موټروے پروژې په وخت بشپړېدل قامي معيشت او اولسي آسانيو لپاره ضرور دي