وفاقي وزير رانا تنوير حسېن فيلډ مارشل سيد عاصم منير ته مباركي وركړه

اسلام آباد 20 مئی(اے پی پی)د غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن فيلډ مارشل سيد عاصم منير ته په ترقۍ ترلاسه كولو مباركي وركولو سره ووئېل دا اعزاز د هېواد لويې خذمت اعتراف دے۔د نهې په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل هند ته بشپړ ځواب وركول د فيلډ مارشل عاصم منير جرات مندانه مشرۍ ثبوت دے٬قام خپل محسن ته اعلٰی ترين اعزاز وركولو سره مثالي روايت قائم كړو ۔ده ووئيل دا ترقي د هغه پوځي ځوانانو ده چا چې د دښمن سازشونه خاورې كړې دي۔