د انګلېنډ او وېسټ انډيز د مېرمنو كركټ ډلو وړومبے ټي ټونټي مېچ د (شورو) په ورځ كېږي

لندن۔20 مئ (اے پي پي) د انګلېنډ او وېسټ انډېز د مېرمنو كركټ ډلو تر مينځه د ټي ټونټي مېچ د سېرېز وړومبے مېچ سبا د شورو په ورځ كېږي۔ دا مېچ به په لارنس ګراونډ كينټربري كښې كېږي۔ د انګلېنډ كركټ بورډ تر مخه مېلمه لوب ډله وېسټ انډېز به 3 د ټي ټونټي مېچونو پشمول د كوربه انګېنډ ډلې په ضد درې يو ورځني نړيوال مېچونه هم كوي۔