صدر مملكت آصف علي زرداري سره د وزيراعظم محمد شهباز شريف ملاقات٬سيد عاصم منير له د فيلډ مارشل په ترقۍ وركولو اعتماد كښې واخستلے شو

Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif called on President Asif Ali Zardari at Aiwan-e-Sadr, Islamabad on May 20, 2025.

اسلام آباد 20 مئی(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري سره وزيراعظم محمد شهباز شريف د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو ۔وزيراعظم صدر مملكت د جنرل سيد عاصم منير له د فيلډ مارشل په چوكۍ د ترقۍ وركولو پريكړې په اړه په اعتماد كښې واخست۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت سره وزيراعظم محمد شهباز شريف ملاقات كښې د قانون وفاقی وزیر سینیټر اعظم نذیر تارړ ،د دفاع وزيرخواجه محمد آصف او د منصوبه بندۍ وفاقي وزير پروفیسر احسن اقبال هم موجود وو۔وزيراعظم صدر مملكت د جنرل سيد عاصم منير د فيلډ مارشل په چوكۍ د ترقۍ وركولو پريكړې په اړه په اعتماد كښې واخست۔په دې موقع صدر مملكت ووئيل جنرل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې وسله والو ځواكونو د هېواد په كاميابۍ سره دفاع كړې۔صدر مملكت ووئيل د هندي جارحيت په بشپړ ځواب وركولو٬د هېواد په كاميابۍ دفاع او په ښې جنګي حكمت عملۍ جنرل سيد عاصم منير د فيلډ مارشل په چوكۍ د ترقۍ مستحق دے ٬ په ملاقات كښې د هند بريدونو په ځواب كښې د پاكستان د موثره ځوابي كاروائي په بابله د وسله والو ځواكونو د قيادت او پاك پوځ ستائنه وشوه۔(