
اسلام آباد 20مئی(اے پی پی)پاكستان غزه كښې د جاري اسرائيلي جارحيت په سختو ټكو غندنه كړی ده چې په نتيجه كښې يې د ګڼ شمېر فلسطينيانو شهادت سره سره په لويه پيمانه د انخلا احكامات٬روغتونونو او نورو مهم انفراسټركچر قصدا ً په نخښه كړے شوي ۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې غزه كښې اسرائيلي زمكيزو كاروائيو كښې پراختيا سره سره ټوله غزه پخپل قابو كښې د اخستلو اعلان٬په منطقه كښې امن او استحكام ترلاسه كولو هڅو لپاره يو سنګين خطر وګرځولو ۔بيان له مخې اسرائيل بشري مرسته تر لاكهونو خلقو رسېدو څخه منع كوي۔وياند په خپل بيان كښې ووئيل د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتيرس په دې وروستيو كښې په موجوده صورتحال د تشويش څرګندونه كړې٬په غزه كښې په پنځو كښې يو كس غذائي قلت او ټوله آبادي د سخت غذائي تحفظ نشتوالي او د قحط خطر سره مخ ده ۔پاكستان د نړيوالې ورورولۍ څخه د اسرائيل نسل كشۍ كمپائن په سمدستي توګه د بندولو او غزه كښې د جنګ بندۍ باوري كولو لپاره د خپلې غوښتنې پخلې كړے او پاكستان د سخت ضرورت مندو لاكهونو فلسطينيانو ته بغېر د څه يرې ترهې د بشري مرستې وركولو لپاره اقدامات كولو سره سره د اسرائيل په دې ناوړه جرائمو د ځواب وركونكې په ګرځولو هم زور راوړے۔بيان كښې وئېلې شوي پاكستان د فلسطين اولس حق خود اراديت لپاره د خپل غېر متزلزل ملاتړ پخلے كوي او د كال 1967 څخه د وړاندې پولو يو آزاد٬د عمل وړ او متصل فلسطيني رياست جوړولو غوښتنه كوي د كوم چې پايه تخت القدس الشريف وي۔