د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د فيلډ مارشل په ترقۍ ترلاسه كيدو سيد عاصم منير له مبارکي وركړه

اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د فيلډ مارشل چوكۍ په ترقۍ ترلاسه كيدو سيد عاصم منير له مبارکي وركړي ده ۔د مباركۍ په خپل پيغام كښې ده فيلډ مارشل سيد عاصم منير لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ده ووئيل سرلښكر جنرال سيد عاصم منير په محنت او پيشه وره پوهه دا مقام ترلاسه كړو ،د حق معرکه كښې كاميابۍ نه پس فيلډ مارشل په چوكۍ ترقي د سيد عاصم منير حق ؤ۔ ده په ډاګه كړه چې قام د دښمن په ضد د پولادي ديوال په شان د پاك پوځ په شا ولاړ ؤ او د دې كريډټ سرلښكر سيد عاصم منير ته ترلاسه دے، جرأت، شجاعت، تدبر، حکمت او د دانش كومه مظاهره چې سيد عاصم منير وكړه په تاريخ كښې مثال نه لري۔ده ووئيل د هغه په مشرۍ كښې د وسله والو نورو كاميابو لپاره لاس په دعا يو