
اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري سره د بينکنګ محتسب سراج الدين عزيز ملاقات کړے او د ادارې د كال 2024 رپورټ يې وړاندې كړے۔د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملکت ته بريفنګ وركولو كښې ووئيل شول بينکنګ محتسب كال 2024ء كښې د بينکنګ صارفينو له 1.65 اربه روپۍ ريليف وركړے،كال 2024 ء كښې د کمرشل بينکونو په ضد 27 زره څخه زياتې ګيلې لرې كرې شوي۔دغسې صدر مملکت بينکنګ محتسب له د اولسي ګيلو په وخت لرې كولو له د خپلې مرستې باور وركړو