
اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري ته د تھائي لينډ، فلپائن، سلووينيا، سربيا، برکينا فاسو، زيمبيا او د لټويا پاکستان له نومولے شوو سفيرانو سفارتي اسناد وړاندې كړل۔د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې په دې موقع صدر مملکت آصف علي زرداري سره سفيرانو جلا جلا ملاقاتونه وكړل چې پكښې صدر مملکت د تجارت، معيشت او ثقافت په څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو په لا ښه كولو زور راوړو۔صدر مملکت دوه اړخيزه تجارتي او کاروباري اړېكي لا ښه كولو په حاجت زور راوړو۔ده سفيرانو ته د هغوي په نوو ذمه وارو مبارکي وركړه۔صدر مملکت پاکستان كښې د دوست هېوادونو سفيرانو لپاره د فرائض په ترسره كولو كښې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه