
اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري سيد عاصم منير له د فيلډ مارشل په ترقۍ مباركي وركولو سره وئيلي دي فيلډ مارشل سيد عاصم منير او پاك پوځ د هند بريدونو په ځواب كښې د پاکستان کوټلي ځوابي کارروائي د ستائني وړ ده۔ د نهې په ورځ د ايوانِ صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت د هند جارحيت په بشپړ ځواب وركولو او د دښمن ناوړه عزائم په ناکامه كولو د فيلډ مارشل سيد عاصم منير کردار وستائېلو۔ده ووئيل فيلډ مارشل چوكۍ د هېواد دفاع په خاطر د هغه د خذمات اعتراف دے۔ صدر مملکت ووئيل د هندي جارحيت په ځواب كښې جنرل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې پاك پوځ د ښې تګلارې سره د دښمن غرور ختم كړے ۔ صدر مملکت ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو له د خپلي چوكۍ په موده كښې په پراختيا هم مبارکي وركولو سره ووئيل د ايئر چيف مارشل د کاميابې جنګي تګلاري په سوب پاکستان دښمن له غاښ ماتونكے ځواب وركړے۔ده ووئيل پاك فضائيه د ايئر چيف مارشل په قيادت كښې د هند فضائيه له ماتې وركړې۔ دغسې صدر مملکت فيلډ مارشل سيد عاصم منير او ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔