د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني سيد عاصم منير له د فيلډ مارشل په ترقي ترلاسه كيدو مبارکي وركړه

اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني جنرال سيد عاصم منير له د فيلډ مارشل په ترقۍ ترلاسه كيدو مباركي وركړې ده۔د سېنېټ سيکرټريټ له مخې سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل فيلډ مارشل عاصم منير د هند سره اوسنو ناوړه حالاتو په مهال د ښې عسکري تګلارې او قائدانه صلاحيتونو مظاهره کړې،په نړيواله كچه د پاکستان عسکري صلاحيت او دفاعي تيارۍ په بشپړه ډول رامخې ته شوي۔ده ووئيل فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې وسله والو ځواكونو د بشپړه پيشه وره کارکردګۍ مظاهره کړې،د هېواد دفاع نوره هم قوي شوې ۔ده ووئيل د سيد عاصم منير د فيلډ مارشل په چوكۍ ترقي د هغه د ذاتي خدمات اعتراف دے۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل پارليمان او ټول قام د پاك پوځ سره ولاړ دے۔