د نړۍ 761 این جی اوز د غزہ نه د اسرائیل محاصرہ ختمولو غږ وكړو

غزہ۔20مئی (اے پي پي) د ګردې نړۍ 761 این جی اوز د غزہ نه د اسرائیل محاصرہ ختمولو اپيل كړے دے ۔د الجزیرہ تر مخه دې مستيالو ډلو او غیر سرکاري تنظیمونو يو اپیل باندې لاس ليك كړے دے چې پكښې په زور راوړلے شوے چې هغوي غزہ كښې قحط مخ نيوي له د اسرائیل محاصرہ په ماتولو د رفح کراسنګ د لارې سفارتي د بشري مرستې قافلې وليږي ۔ دا کال په 12 مئی د فلسطین سول سوسائټۍ ډلو شروع كړے ؤ ۔په دې پټیشن په يوه ورځ كښې د 300 نه زياتو تنظیمونو لاس ليك كړے چې پكښې د هیومن رائټس واچ غوندې نامتو ادارې عم شاملې دي ۔ پټیشن كښې وئېلې شوي مونږ په ریاستونو زور راوړو چې په رفح کراسنګ د وړاندې نه ولاړو له د غزہ تللو اجازه وركړي او د مرستې سامان ټرکونه د سرکاري سفارتي مشن سره د بشري همدردۍ په بنیاد په امدادي قافله كښې شامل شي او د دوي سره غزہ ته داخل شي ۔