
اسلام آباد۔20مئی(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د نهې په ورځ په بيجنګ كښې د چين خارجه وزير وانګ یی سره بشپړ مشاورت وكړو۔ د خارجه دفترله مخې دواړو اړخونو د سوئيلي آسيا په بدلېدونكي صورتحال ٬ د پاك چين ملګرتيا د سباؤن په اړخ او د سي پېك په دويم پړاؤ د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د پاکستان او چین ترمينځه د آل وېدر اسټرېټجک کوآپرېټو پارټنرشپ او فولادی ملګرتيا ستائنه كولو سره دواړو لارښودو د شريكې خوښې په ټولو چارو په مشتركه خيالاتو د اطمينان څرګندونه وكړه او سيمه ايز امن ٬ پرمختګ او استحكام لپاره يۍ د دوه اړخيزه مرستې دوامداره ساتلو له د خپل عزم پخلے وكړو