
اسلام آباد۔20مئی(اے پی پی) وفاقي کابینې د معركه حق ، د آپرېشن بنیان مرصوص په اعلیٰ حکمتِ عملۍ او د زړه ور قيادت په بنياد ٬ د قام سلامتيا په باوري كولو او دښمن ته په ماتې وركولو جنرال سيد عاصم منېر (نشان امتیاز ملټري) له د فيلډ مارشل په منصب د ترقۍ وركولو منظورۍ سره وئيلي دي د پاك پوځ د سرلښكر ځانګړې قيادت له امله پاكستان په معركه كښې تاريخي كاميابي ترلاسه كړه۔ وفاقي کابینې د ایئرچیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو د ملازمت مودې ترسره كېدو باوجود د هغه د خذمات روانو ساتلو پرېكړه هم وكړه۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه كښې مهمې پرېكړې وكړې وشوې۔ وزيراعظم ټول قام له د حق معركې په مهال د آپرېشن بنیان مرصوص په زړه پورې كاميابۍ او دښمن په خپلو ناوړه ارادو كښې په ناكامه كولو مباركي وركړه۔ د حكومت لخوا د حق معركې ، د آپرېشن بنیان مرصوص په اعلیٰ حکمتِ عملۍ او د زړه ور قيادت په بنياد د قام سلامتيا باوري كولو او دښمن ته په ماتې وركولو جنرال سيد عاصم منېر (نشان امتیاز ملټري) له د فيلډ مارشل په منصب د ترقۍ وركولو منظوري وركړه۔ وزیراعظم غونډې ته خپل خطاب كښی ووئيل په دې وروستيو كښې پاكستان د تاريخ تر ټولو سخت پړاؤ څخه تېر شو۔ وفاقی کابینې ووئيل د سږ كال د مئي مياشتې په 6 نېټه د شپې هند په پاكستان جواز نه لرونكے جنګ مسلط كړو۔ د بې ګناه وګړو ٬ مېرمنو او ماشومانو په شمول شهري آبادي په نخښه كړې شوه٬ د دښمن لخوا د پاكستان د خپلواكۍ او پوله ائيزې سلامتيا له مينځه اوړولو ناوړه هڅه وكړې شوه۔ وفاقي كابينې ووئيل چیف آف آرمي سټاف جنرل سید عاصم منېر د ځانګړې زړه ورتيا او عزم سره د پاك پوځ مشري وكړه او جنګي حكمت عملي او هڅې يۍ په زه پورې ډول سره يو كړې ، د پاك پوځ د ځانګړې مشرتابه له امله پاكستان د حق په معركه كښې تاريخي كاميابي ترلاسه كړه۔ وفاقي كابينې د وزيراعظم لخوا جنرال عاصم منېرله د هغه په غوره عسكري مشرتابه ٬ زړه ورتيا او بهادرۍ ٬ د پاكستان د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا په باوري كولو او د دښمن په مقابله كښې د خپل وطن په مړانه دفاع كولو په اعتراف د فيلډ مارشل په منصب د ترقۍ وركولو تجويز منظور كړو۔ د بيان له مخې وزيراعظم صدر مملكت آصف علي زرداري سره ملاقات وكړو او د دې پرېكړې په اړه يۍ د هغه باور ترلاسه كړو۔ حکومت د ایئر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو د ملازمت مودې په ترسره كېدو هم د هغه د خذمات جاري ساتلو متفقه پرېكړه وكړه۔ وفاقی کابینې دا هم پرېكړه وكړه چې د پاك پوځ افسرانو ٬ ځوانانو ٬ غازيانو ٬ شهيدانو او بېلو څانګو سره تعلق لرونكو پاكستانو وګړو له به د آپرېش بنيان مرصوص په مهال د هغوي د قدر وړ خذمات په اعتراف كښې اعلی سول ايوارډز وركولې شي