د سينيټ لنډ مهاله چيئرمين سيدال خان د هند بريد په مهال د ژوبل شوو وګړو او ځوانانو لپاره د نيكو هيلو څرګندونه

اسلام آباد۔20مئی(اے پي پي) د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سېدال خان د هند بريد كښې د نخښه شوو بې ګناه وګړو او د وطن دفاع په مهال د ژوبل شوو ځوانانو زر روغتيا لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده۔د سېنېټ سېکرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې لنډ مهاله چيئرمېن سيدل خان په سی اېم اېچ پنډی كښې درملنو لپاره د داخل شوو ژوبل كسانو له ګلدسټې او مېوې ولېږلې او د هغوي زر روغتيا لپاره يۍ خصوصي دعا هم وكړه۔ لنډ مهاله چيئرمېن ووئيل د هندي بريد خله ماتې ځواب وركړے شوے او هند دې راتلونكي كښې له دې ډول حماقتونو څخه ډډه وكړي۔ده ووئيل د اوسني تاؤ تريخوالي په مهال د پاكستان وسله والو ځواكونو ٬ ټولو سياسي ګوندونو او رياستي ادارو لخوا د يووالي څرګندونه ځانګړې او د ستائنې وړ ده۔ ده زياته كړه چې د پاكې خاورې دفاع لپاره به هر ممكن ګام پورته كولې شي او د قام د يووالې دښمن ته هر ځواب وركولو صلاحيت لري۔ ده ووئيل دښمن بايد دا خبره ياد اوساتي چې پاكستان يو سوله خوښونكے هېواد دے خو د خپلې خپلواكۍ ٬ سلامتيا او وقار سودا هېڅكله نه شي كولې ۔ ده ووئيل اوسنۍ پېښې دا خبره يو وارې بيا ثابته كړه چې زمونږ پوځ او قام په هر سخت وخت كښې يو بل سره برابر ولاړ دے۔ ده ووئيل پاكستان په منطقه كښې امن غواړي خو د هند پارونكي فعاليتونه په هېڅ ډول د قبلولو وړ نه دي۔ سېدال خان ووئيل قام د خپلو فرزندانو قربانيو ته د قدر په سترګه ګوري او د مورني هېواد دفاع لپاره د دوئي جذبه هر يو پاكستاني لپاره د وياړ وړ ده۔ ده د ژوبل شوو كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه او هغوي ته يۍ د بشپړه مرستې باور وركړو