وفاقي وزير مصطفي کمال د د برتانيې هيلتھ سکيورټي ايجنسۍ چيف ميډيکل ايډوائزر سره ملاقات،د شريكې خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفي کمال د برتانيې هيلتھ سکيورټي ايجنسۍ چيف ميډيکل ايډوائزر سره ملاقات کړے ٬ په دې مهال په دوه اړخيزه مرسته او د صحت په څانګه كښې د شريكې خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د روغتيا وزير د انټيګريټډ ډيزيز سرويلنس اينډ رسپانس او انټرنيشنل هيلتھ ريګوليشنز كښې په مرسته د هغه مننه وكړه۔ده ووئيل د برتانيې حکومت پاکستان كښې د رنځونو په وخت تشخيص او سمدستي ردعمل لپاره (IDSR)” جوړولو كښې مرسته كړې۔د دې نظام ترمخه په ټول هېواد كښې 15,000 پرائمري هيلتھ کيئر فزيشنز له د IDSR تربيه وركړې شوې چې پكښې د برتانيې هيلتھ سکيورټي ايجنسۍ بشپړه مرسته ترلاسه ده۔مصطفي کمال د صحت په څانګه كښې روان اصلاحات او صحت سهوليات رسني په منصوبو رڼا واچوله