د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د خوارجي ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي

اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق تيره شپه خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې په بېلو کاميابو عملياتو كښې د هند مرستياله خوارجي ترهه ګرو په وولو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ ډائريکټوريټ جنرل آف ميډيا د اړخه جاري شوې بيان له مخې د قامي اسمبلۍ سپيکر د عملياتو په مهال شهيد شوي سپاهي فرهاد علي طوري او سپاهي صابر آفريدي ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔ده ووئيل قام به د خپلو بهادرو ځوانانوعظيمې قربانۍ عمر له ياد ساتي۔سپيکر ووئيل د هند مرستياله خوارج او ترهه ګر عناصرو د پاکستان امن ته د زيان رسولو هڅي په شنډولو امنيتي ځواكونو ته سلام كوم۔ده ووئيل سپاهي فرهاد علي طوري او سپاهي صابر آفريدي چې په كومي بهادرۍ د دښمن مقابله کولو سره د خپلو ځانونو قربانۍ وركړې هغه د هيرولو نه دي۔سردار اياز صادق د شهيدانو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندوني سره ووئيل ټول قام د شهيدانو د كورنيو سره په غم كښې شريك دے۔سپيکر د دې عزم پخلے وكړو چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام يو دے۔دغسې سپيکر د شهيدانو لوړو درجو او غمجنو كورنيو زغم لپاره دعا اوكړه۔(