د تجارت وفاقی وزیر جام کمال خان سره د فرانس سفیر نکولس ګالے ملاقات، دوه اړخيزه تجارتی اړيكو لا مستحکمولو او د مرستي زياتولو په اړه د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي)د تجارت وفاقی وزیر جام کمال خان سره د فرانس سفیر نکولس ګالے د نهي په ورځ د تجارت وزارت كښې مهم ملاقات کړے۔ ملاقات كښې دوه اړخيزه تجارتی اړيكو لا مستحکمولو او د مرستي زياتولو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې تر ماركيټ رسني، صنعتی سرټیفیکیشن، ادارہ جاتی اصلاحات او د مستقبل تجارتی سفارتکارۍ پشمول په ګڼو سرخطونو بحث وشو۔ډلو د پاکستان او فرانس اقتصادی اړيكو په يو منظم او شريكه ګټه وره شراکت دارۍ د بدلولو لپاره د عزم څرګندونه وكړه ۔په دې موقع وفاقی وزیر جام کمال خان ووئيل فرانس ، اروپائي ائتلاف مهم شراکت دار دي،مونږ په خاص توګه زرعی، د تجدید وړ توان ، داروګانو جوړولو او ډیجیټل بدلون په څانګو كښې د شراکت دارۍ پراخه موقعې پیدا کول غواړو۔ډلو په پیرس كښې د پاکستان-فرانس سرمایه كارۍ په فورم هم د خيالاتو څرګندونه وكړه چې پكښې کاروباری كسان ، ادارہ جاتي سرمایه کار او پالیسی ساز به ګډون كوي۔ جام کمال د پاکستان ټیکسټائل، آئی سی ټی، جامو/لباس او زرعی مصنوعات ته ودي وركولو فیشن شوز، بزنس ټو بزنس ملاقاتونو او د نندارتونونو تجارتی فورمز كولو تجويز وركړو۔د تجارت وزیر د موجودہ کامیابو منصوبو مثال وركولو سره پیجوټ کار اسمبلی او کراچۍ كښې د کینسر داروګانو جوړولو کارخانې د سټریټجکي مرستي کامیابي د نمونو په توګه وړاندې كړه۔سفیر نکولس ګالے ووئيل د فرانس کمپنۍ د پاکستان لائټنګ او داروګانو جوړولو څانګو كښې فعاله دي۔۔