سرینګر۔20 مئی(اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي جمو و کشمیر كښې د كشميري وګړو په تګ راتګ نظر ساتلو له په لويه كچه سي سي ټي وي كيمرې لګولې شي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د هندي ځواكونو په لويه شمېره تعيناتۍ سره سره په مقبوضه سيمه كښې سي سي ټي وي كېمرې لګولې شي۔د دې اقدام مقصد د كشميري وګړو په تګ راتګ نظر ساتل دي۔ دا اقدام د كشميري وګړو د ذاتي ژوند او د رازدارۍ د حقونو خلاف ورزي ده۔ په كومو ځايونو كښې چې سي سي ټي وي كېمرې لګولې شي په هغې كښې د وادۍ د سېل ځايونه مغل ګارډن، ګلمرګ، پهلګام او سونمرګ هم شامل دي ۔ بلخوا د هند پوليس د سرينګر په دېوالونو د پاكستان ٬ پاك پوځ او د تحريك آزادۍ په ملاتړ كښې لګېدلې پوسټرې لرې كوي