د قانون او انصاف وزارت سيكرټري به د کرائم پریوینشن او کریمنل جسټس په اړه د ملګرو ملتونو كميشن غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كوي: د قانون او انصاف وزارت وياند

ویانا۔20مئی(اے پی پی) د قانون او انصاف وزارت سېكرټري راجه نعیم اکبر به د ملګرو ملتونو د ټرانس نېشنل آرګنائزډ کرائم ریویو مېکنزم لپاره د قامي فوکل پرسن احسن صادق او نېشنل کوآرډینېټر نېکټا خالد محمود چوهان په شمول سره د نورو سره په کرائم پریوېنشن او کریمنل جسټس د ملګرو ملتونو د كمېشن غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔ د قانون او انصاف وزارت وياند له مخې د غونډې په موقع به پاكستان دوه ضمني دستورې (سائیډ ایونټس) كوي۔ په يوه دستوره كښی به په پاكستان كښې عدالتي اصلاحات په ډاګه كولې شي او بله كښې به د تشدد او انتها خوښۍ مخنيوي لپاره شوو اقداماتو پلو پام ګرځولے شي۔ دا خبره دې ښكاره وي کرائم پریوینشن او کریمنل جسټس به اړه كمېشن د ملګرو ملتونو مرکزی پالیسۍ جوړونكې اداره ده۔ دا كمېشن هر كال غونډه كوي دغسې چې نړيوالو جرمونو سره په اړوندو عصري مسئلو غور وكړے شي او پالېسي سفارشات جوړ كړے شي۔ 40 هېوادونه د دې كمېشن غړي دي او پاكستان د كال 2025 څخه تر كال 2027 لپاره د دے غړے دے۔