لاهور۔20 مئی (اے پی پی) د پنجاب په تعليمي ادارو كښې د ګرمۍ موسم رخصتۍ به د مئي 28 مې نېټې څخه پېل كيږي۔ په دې اړه د پنجاب د تعليم وزير رانا سكندر حيات خان په خپل جاري شوي بيان كښې وئيلي دي د سكولونو د كار وخت كم كړے شوے ۔ د سكولونو نوے وخت به د سهار 7.30 څخه تر 11.30 وي او رخصتۍ به 28 مئي څخه پېل شي