كوز دير۔ 20 مئی (اے پي پي)لال قلعه كښې د ترهه ګرۍ خلاف مقامي لارښود يو شول ۔ د كوز دیر لال قلعه سيمه كښې سیاسي او د قامي لارښودو شريكه جرګه وشوه چې پكښې د دیر ټاسک فورس کمانډنټ ثناء اللہ او ډسټرکټ پولیس آفیسر خالد عبدالسلام پشمول امنيتي چارواكو ګډون وكړو ۔جرګه كښې مهم قراردادونه وړاندې كړے شول چې پكښې لارښودو ګډون وكړو او د ترهه ګړۍ غندنه يې وكړه٬٬ دغسې د ترهه ګرۍ د سهولت کارو څخه يې د كوم تعلق نه لرلو اعلان وكړو ۔ ترهه ګرو ته د وسلو غورځولو او د سيمې پرېښودو ، یا خاتمي خبردارے جاري كړے شو ۔ جرګې د پاک پوځ او امنيتي ځواكونو سره د يو والي څرګندونه كولو سره ووئېل د پاکستان مخالف عناصر په ضد جنګ كښې به د كومې قربانۍ څخه ډډه ونه كړې شي ۔ کمانډنټ دیر ټاسک فورس د ترهه ګرۍ خلاف کامیابي تر لاسه كولو كښې د کمیونټۍ د مرستې اهمیت رامخې كولو سره د اوسنۍ شخړې په مهال د امنيتي ځواكونو سره مرستې له د مقامي مشرانو ستائنه وكړه