د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د خېبرپښتونخوا نوي اكاؤنتنټ جنرل خالد محمود ملاقات

پیښور 20مئی(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د خېبرپښتونخوا نوي اكاؤنتنټ جنرل خالد محمود ملاقات كړے۔د ګورنر هاؤس پېښور لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر د خېبرپښتونخوا نوې تعينات اكاؤنتنټ جنرل خالد محمود ته مباركي وركړه ۔په ملاقات كښې د صوبې په مالي چارو٬آډټ نظام په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ګورنر ته اكاؤنټنټ جنرل لخوا د ادارې محكمانه چارو٬ د صوبائي حكومت بجټ معاملات په اړه تفصيلات وړاندې كړل ٬نوې تعينات اكاؤنټنټ جنرل ګورنر ته د كوهستان اپر ميګا كرپشن اسكينډل په اړه هم بريفنګ وركړو۔د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په لويه پېمانه د مالي بدعنوانۍ په اسكينډل د تشويش څرګندونه كولو سره ووئېل دا د اربونو روپو اسكينډل په مالي چارو كښې په سپيځلتيا شكي كوي ۔بايد سكينډل كښې ككړ مركزي كردارونه٬سهولت كار د قانون او انصاف سره مخ كړے شي