کشمیریانو سره اوږه په اوږه ولاړ يو۔انجینئر امیر مقام

اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام سره د مسلم لیګ (ن) آزاد جموں او کشمیر د اعلیٰ پائې پلاوي د صدر شاہ غلام قادر او جنرل سیکرټری طارق فاروق په مشرۍ كښې د هغه په دفتر كښې ملاقات وکړو ۔جاري بيان له مخې پلاوي كښې د مسلم لیګ (ن) سینئر لارښود نجيب نقي، چوهدري رخسار، چوهدري سعید، سردار عمیر نعیم، د رابطه بورډ چیئرمېن سردار طارق او اعتزاز شامل وو۔د ملاقات په مهال پلاوي د وفاقي وزیر امیر مقام د آزاد جموں او کشمیر اوسنۍ دوه ورځنۍ دوره وستائېله۔په دې موقع وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام په دې ډاډګيرنه كولو مننه وكړه او د كشمير مسئلې سره ئې د خپل غیر متزلزل تړون پخلے وكړو۔ده ووئيل دا زما د آزاد کشمیر دويمه دوره وه كومه چې د كشميرانو سره د يووالي څرګندوني او د هندي جارحیت په نتيجه كښې شهيداو او ژوبل كسانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو لپاره وه۔وفاقی وزیر ووئيل مونږ د کشمیریانو سره اوږه په اوږه ولاړ يو او په هر فورم به د هغوي مرسته جاری ساتو۔ده ووئيل د دې دورې مثبت اثرات رامخې ته شوي او نړيوالي ورورولۍ ته ښكاره پیغام وركړے شوے چې پاکستان د کشمیریانو سره په خپل تړون كلك ولاړ دے۔د ملاقات اختتام په دې عزم سره وشو چې د آزاد جموں او کشمیر پرمختګ او سوكالۍ له به شريكي هڅي رواني ساتلې شي۔