پاکستان د 7 او 8 منځومانۍ شپه كښې د ګولډن ټیمپل هدف جوړولو هڅي سره اړوند هندي تورونه رد كړل

اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) پاکستان د ګولډن ټیمپل هدف جوړولو هڅې سره اړوند هندي تورونه رد كولو سره ويلي دي چې پاکستان د سکھ مذهب د ډيرو مقدس ځايونو محافظ دے، پاکستان هر كال ګردې نړۍ څخه د ګڼ شمير سکھ یاتریانو هركلے كوي۔ د هندي پوځ يو سینئر افسر دې ریمارکس په اړه ٬ چې پاکستان د 7 او 8 مئی په منځومانه شپه د ډرون او توغندو د لارې د ګولډن ټیمپل په نښه كولو هڅه كړې ٬ وياند ووئيل مونږ دغه تورونه په ښكاره ډول رد كوو۔ وياند ووئيل په حقیقت كښې هغه هند و چې د 6 او 7 مئي په مينځنۍ شپه كښې يۍ په پاکستان كښې د عبادت بېل ځايونه په نښه كړي، د هند د اړخه لګولې شوي تورونه د دغه ډول نه قبلولو وړ فعل څخه پام نه شي ګرځولې۔وياند ووئيل ګولډن ټیمپل د سکھ عقیدے تر ټولو زيات د احترام وړ مقام دے۔ ده ووئيل پاکستان د سکھ مذهب د ډيرو مقدس ځايونو د فخر وړ محافظ دے، پاکستان هر كال ګردې نړۍ څخه د ګڼ شمير سکھ یاتریانو هركلے كوي، پاکستان د کرتارپور کورېډور د لارې تر ګوردوارہ صاحب کرتارپور ویزہ فری سروس هم وركوي۔وياند ووئيل په دې پس منظر كښې د ګولډن ټیمپل په نښه كولو د پاکستان هڅي په اړه كومه هم ادعا بې بنسټه او ناسمه ده۔