د سينيټر اسحاق ډار د چينائي حكمران ګوند عهديدار وزير ليو جيان چاو سره ملاقات ٬ په سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔20مئی(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د نهې په ورځ د چين كميونسټ ګوند نړيوالې څانګې وزير ليو جيان چاو سره په بيجنګ كښې ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر له مخې په ملاقات كښې دواړو اړخونو د پاكستان او هند ترمينځه اوسنۍ جنګ بندۍ څخه وروستو په سيمه ايزه وضعه د خيالاتو څرګندونه كولو سره سيمه ايز امن او استحكام په ځاې ساتلو له د ملګرو ملتونو د چارټر او د نړيوال قانون د اصولو او مقاصدو په رعايت كولو يۍ زور راوړو۔ د پاكستان د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا لپاره د چين ملاتړ ستائلو سره نائب وزيراعظم د خپلې خاورې او د اولس د دفاع حق او صلاحيت تصديق كولو سولييزې ګاونډګيرۍ لپاره د پاكستان د عزم پخلې وكړو۔ نائب وزيراعظم په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې د سندھ طاس لوظنامې منسوخ كولو سره د هند د يو اړخيزه او غېر قانوني پرېكړې نوټس واخلي۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د جمو وكشمير شخړې هوارول په سوئيلي آسيا كښې تلپاتي امن لپاره ضروري دي۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير د چين د كميونسټ ګوند او د پاكستان د سياسي ګوندونو ترمينځه د تبادلو په آسانولو كښې د آئي ډي سي بي سي مهم كردار وستائلو۔ د پاکستان چین سفارتی اړيكو 74 مې سالګرې په موقع دواړو فريقو د پاك چين ملګرتيا ځانګړې نوعيت په ډاګه كړو او دا د دواړو هېوادونو تر نوي كول رسولو له د هڅو په روانو ساتلو اتفاق وكړو