په خيبر پښتونخوا كښې د حكومت او مهمو شخصياتو امنيت لپاره د زرګونو په شمير پوليس اهلكار تعينات دي

پېښور۔ 20 مئی (اے پی پی) په خيبر پښتونخوا كښې د حكومت او مهمو شخصياتو امنيت لپاره د زرګونو په شمېر پوليس اهلكار تعينات دي په كومو چې د كال په اربونو روپۍ مصرف كولې شي۔ د سركاري دستاوېزاتو له مخې په خېبر پښتونخوا كښې د حكومتي عهدېدارانو او نورو مهمو شخصياتو په امنيت د پوليس لخوا د مصرف كېدونكي رقم تفصيلات رامخې ته شوي دي۔ د دستاوېزات له مخې په مردان ضلع كښې په امنيت تر ټولو زياتې 1ارب 46 کروړه 66 لکه روپۍ او په صوبائي سرښار پېښور كښې يو ارب 169 كروړه 88 لكه روپۍ مصرف كولې شي۔ دغسې د اقليتونو په امنيت د كال 25 کروړ، 75 لاکه څخه زياتې روپۍ مصرف كيږي۔ په دستاوېزات كښې وئيلې شوي دي چې د خېبر پښتونخوا پولیس 706حکومتی عهدېدارانو٬ 925 عدليه افسرانو ٬ 739سول سرونټس او د پخوانو ججانو په شمول 698 نورو وګړو لپاره امنيت برابروي۔ د دستاوېز له مخې د خېبر پښتونخوا پوليس 3 زره 597 سرکاری اوغیرسرکاری شخصياتو له هم سكيورټي وركوي په كومو كښې چې په مردان ريجن كښې 906 اهلكار د حكومتي عهدېدارانو او مهمو شخصياتو په امنيت تعينات دي۔ دغسې په پېښور ریجن كښې 791، ملاکنډ كښې 639، هزارہ 377، کوهاټ كښې 385، ډی آئی خان ریجن كښې 382 او بنو كښې 117اهلکار تعینات دي