وفاقي وزير احسن اقبال سره د بلوچستان د وزيراعلی ملاقات ٬ په صوبه كښې د پي اېس ډي پي لاندې په روانو منصوبو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔20مئی(اے پی پی) د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال سره د بلوچستان وزيراعلی سرفراز بګټي په اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال په صوبه كښې د پي اېس ډي پي لاندې په روانو منصوبو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقعه د بلوچستان په پرمختګ ٬د وسائلو په عادلانه وېش او غوره منصوبه بندۍ مهم مشاورت وكړے شو۔ وفاقی وزیر ووئيل حکومت د بلوچستان پرمختګ لپاره ټوله ممكنه مرسته كوي۔ په صوبه كښې روانې منصوبې اولسي خېر ښېګړې او تلپاتي پرمخټګ پلو يو مثبت ګام دے۔ د ملاقات په مهال د بلوچستان وزيراعلی د پي اېس ډي پي 26-2025 جاج واغست او په ټولو منصوبو يۍ د اطمينان څرګندونه وكړه۔ وزيراعلی ووئيل صوبائي حكومت د پرمختګ په عمل كښې وفاق سره د بشپړه مرستې كولو عزم لري۔ ده زياته كړه چې په پرمختيائي ايجنډا كښې وفاق سره د صوبو همكاري د ستائنې وړ ده۔