
اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي)چيف جستس آف پاكستان جسټس يحي آفريدي د عدليه د اړخه قانوني لارې چارې د اصلاحاتو محور ګرځولو سره زور راوړې چې په وخت او موثر انصاف يو اخلاقي ذمه واري ده۔ د سپريم كورټ د اولسي اړيكو څانګې لخوا د جاري اعلاميه ترمخه چيف جسټس يحي آفريدي دا خبرې په سپريم كورټ كښې د څلورم انټرايكټو سيشن مشرۍ په مهال وكړې چې پكښې اعلٰی چارواكو٬ سټيك هولډرز او د محكمې افسرانو سره په عدالتي اصلاحات د پشېرفت جاج واخستې شو چې مقصد يې د خذمت رسنه ښه كول او تر انصاف رسنه زياتول دي۔ په سيشن كښې رجسټرار محمد سليم خان٬د پيرس څخه نيغ په نيغه ډوېلپمنټ كار پوهه شيرشاه٬ همايون ظفر آئي ټي ايكسپرټ او د فيډرل جوډېشل اكيډمۍ ډائرېكټر جنرل حيات علي شاه پشمول نورو چارواكو ګډون وكړو۔ په دې مهال چيف جسټس د اصلاحاتو مخ په وړاندې بوتللو كښې د سپريم كورټ د افسرانو او سټيك هولډرز اجتماعي هڅې وستائېلې۔ ده د اي فائلينګ سسټم د كامياب نفاذ په شا د ډلې د خوارۍ ستائنه وكړه چې په سبب يې ټول هېواد كښې د كيس منيجمنټ په اړه كاركردګي ښه شوې۔ د سپريم كورټ آئي ټي ډائرېكټورېټ هم په جديد ډيجيټل انضمام كښې اپ ډيټس وركړل چې پكښې د رئيل ټائم كيس ټريكنګ لپاره پبلك فورټلز شامل دي د كوم مقصد چې سپيځلې رسنې ته وده وركول دي