
پېنډۍ 19 مئي (اے پي پي) پاك پوځ بلوچستان كښې په بېلو كارروائيو كښې د هندي پراکسي تش په نامه د بلوچ لبرېشن فرنټ (بي اېل اېف) درې ترهګر وژلي دي۔ د آئي اېس پي آر له مخې امنيتي ځواكونو په استخبارات اډانه د ضلع آواران په ګشكور سيمه كښې د هند په سرپرستۍ كښې د كار كوٶنكو ترهګرو په موجودګۍ كارروائي وكړه٬ د عملياتو په مهال سکيورټي فورسز د ترهګرو ژالې په موثره ډول په نخښه كړې٬ د ډزو د تبادلې نه وروستو د هند سرپرست ترهګر يونس ووژل شو او دوه نور ترهګر ژوبل شول۔ په يوه بله كارروائۍ كښې د ضلع کيچ په تربت ښار سيمه كښې امنيتي ځواكونو د كاميابې كارروائۍ په مهال دوه هندي سرپرست ترهګر ووژل چې شناخت ئې د ترهګرو د نيټ ورك مشر صبر اللہ او ترهګر امجد عرف بچهو په توګه وشو۔ وژلے شوو ترهګرو څخه وسله٬ ګوله بارود او چاٶدېدونې توكې برامد شوي دي ٬ دا ترهګر په قانون نافذ كوٶنكو ادارو بريدونو او د بې ګناه وګړو د هدفي وژنو پشمول د ترهګرۍ په يو شمېر كارروائيو كښې ككړ وٶ٬ په سيمه كښې كليئرنس آپرېشن روان دے دغسې چې پاتې ترهګر هم ختم كړے شي۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پاکستان امنيتي ځواكونه قام سره اوږه په اوږه بلوچستان كښې امن٬ استحکام او د پرمختګ سبوتاژ كوٶنكو هندي پراكسيز هڅې د ناكامه كولو عزم لري۔