
اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي)د خزانې وزارت د ګل په ورځ د متحده عرب امارات درېو بانكونو شارجه اسلامك بانك٬ابوظهبي اسلامك بانك او عجمان بانك سره د پاكستان پرمختګ او مالي اهداف ملاتړ په اړه ورچوئل غونډې وكړې ۔د دې غونډو مشري د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزېب وكړه او د خزانې وزارت سينئر چارواكو او نور سټيك هولډرز هم ګډون وكړو۔د خزانې وزير د سټينډرډ چارټرډ بانك او دبئي اسلامك بانك دې غونډو كولو كښې په قيمتي كردار ادا كولو او ممكنه شراكتدارو سره روابط لپاره د آسانۍ وركولو مننه وكړه۔ده د آسيائي پرمختيائي بانك د خزانې وزارت سره د مالياتي او پرمختيائي اهداف سر كولو كښې هم مرسته وستائېله۔په خپل كلمات كښې د خزانې وزير د پاكستان ميكرو اكنامك استحكام لخوا پېشرفت رامخې ته كولو سره ووئېل مونږ يو اوږد سفر كړے ٬سږ كال هم زمونږ ټول كال روانې كهاتې فاضل٬بنيادي توازن فاضل او نزدې 14 ارب ډالره د زرمبادله پانګې تر مالي كال بشپړولو ته نزدې يو كوم چې دريو مياشتو درآمدات لپاره كافي دي۔ده ووئيل ګراني تر 0.3 فيصد كمه شوې او پاليسي ريټ كښې ځانګړے كمے راغلے كوم چې د معيشت لپاره يو مثبت اشاره ده۔د خزانې وزير په دې خبره زور راوړو چې په هېواد كښې روان ساختي اصلاحات د دې بحالۍ بنياد دے او حكومت تل پاتي اصلاحات لپاره عزم لري چې پكښې د سركاري ادارو تنظيم نو٬ د نجكارۍ فعاله پروګرام او د وفاقي حكومت ډهانچه موثر كول شامل دي۔ده ووئيل مونږ د پخواني عروج و زوال نه بهر شوي يو٬موجوده استحكام مشكل خو د ضروري اصلاحات نتيجه ده او مونږ به په دې لاره روان يو۔د خزانې وزير په دې وروستيو كښې د فچ لخوا د پاكستان كريډټ ريټنګ كښې ښه والے د ماركيټ د باور څرګندونه وګرځوله ۔سباؤن په اړه د خزنې وزير د پاكستان په پېداواري او برآمدي بنياد اډانه د پرمختيائي ماډل په منتقلۍ زور راوړو ۔ده د آئي ټي په څانګه كښې قوي پرمختګ په ګوته كړو٬د كوم برآمدات چې په مارچ كښې 3.4 ارب ډالر ته رسېدلې دي ٬ ده د معدنيات په څنګه كښې د زياتو شوو هلو ځلو ذكر هم وكړو۔ده ووئيل ريكوډك پروژه د پاكستان معدني وسائلو كښې خوښۍ ته وده وركړې او د مونږ د پيتلو پانګې برآمدات او د توان منتقلي دواړو لپاره كارولو له خوښي لرو۔ د انټرايكټو غونډو په مهال د درېو واړو بانكونو سينئر ايګزيكټو د پاكستان اقتصادي حكمت عملۍ باندې تبصره وكړه او پېشرفت يې وستائېلو۔د غونډې په اختتام د شريكې خوښې خبرې جاري ساتلو او د ممكنه مرستې موقعو لټولو له د عزم څرګندونه وشوه۔د خزانې وزير د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستان د داسې معياري تجارتي شراكتدارو هركلے كوي كوم چې معاشي پرمختګ٬پرمختيائي فنانسنګ او د سرمايه كارو باور زيات كړي۔