
اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب سره د ګل په ورځ د ډيلائټ (Deloitte) د لوړې كچې پلاوي د مېنجنګ ډائرېكټر او د انرژي/كرټيكل منرل مشر رچرډ لانګ اسټاف او د پارټنر ډيلائټ رسک اينډ فنانشل ايډوائزري، ګورنمنټ اينډ پبلک سروسز سفيان يوسفي په مشرۍ كښې ليدلي دي ۔ دا ملاقات د آئي اېم اېف/ورلډ بېنك د كال 2025 د سپرنګ غونډې په موقع په واشنګټن ډي سي كښې د شوي ملاقات تسلسل ٶ چې پكښې په مهمو معدنيات، د توان په څانګه كښې په اصلاحات، نجکارۍ او د کنټري پارټنرشپ فريم ورك (سي پي اېف) په فعاليت د مرستې په موقعو د خيالاتو څرګندونه شوې وه۔ وفاقي وزير د پلاوي پاكستان ته د راتګ هركلے كولو سره پرمختيائي ترجيحات په اړه د پلاوي د مسلسل خوښۍ او شراکت دارۍ ستائنه وكړه۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې حكومت د نجي څانګې پوهې څخه ګټه پورته كولو سره ساختي اصلاحات تندول او پيداوار او په برآمدات اډانه اقتصادي پرمختګ ته د ودې وركولو عزم لري ۔ په ملاقات كښې د سي پي اېف په موثره ډول په فعاله كېدو د خيالاتو څرګندونه كولو سره په دې خبره زور راوړو چې د ډيلائټ تکنيکي معاونت او نړيواله تجربه د پاكستان په روانو منصوبو كښې دې په كار راوستلے شي دغسې چې د صحت، ماحول، توان، معدنيات او د اولسي او د نجي شراکت دارۍ په څانګو كښې د نتيجې وړ٬معياري او كوټلې منصوبه بندي وكړې شي۔