د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار دوره د پاكستان حكومت چين سره د اړيكو د اهميت عكاسي كوي۔ د چين د خارجه وزارت وياند

بيجنګ 19 مئي (اے پي پي) د چين خارجه وزارت وياند ماوننګ وئيلي دي د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار دوره د پاكستان حكومت چين سره د اړيكو د اهميت عكاسي كوي ۔ د ګل په ورځ د معمول پرېس بريفنګ په مهال د اسحاق ډار په درې ورځنې سركاري دوره تبصره كښې وياند ووئيل چين او پاکستان په هر موسم كښې ستراتېژك شراكتدار پاتي دي او نزدې او د لوړې كچې رابطې او مرسته يې برقرار ساتلې ده۔ ده ووئيل چين پاکستان سره په ګډه د اعليٰ قيادت ترمېنځه په شوو چارو عملدرامد مخ په وړاندې بوتللو٬ ستراتېژك رابطو ته ودې وركولو او مرستې لا زياتولو له چمتو دے دغسې چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه نزدې او شريك سباٶن جوړولو ته نوې اړخ وركړے شي٬ د پاکستان او هند ترمېنځه د اوسني تاٶ تريخوالي په صورتحال خبرو كښې ده ووئيل چين په دې لړ كښې خپل موقف څو ځله واضحه كړے چې چين به دواړو هېوادونو سره په رابطه كښې وي او جامع او د تل پاتي جنګ بندۍ لپاره به تعميري كردار لوبوي دغسې چې سيمه ايز امن او استحكام باوري كړے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ماو ننګ ووئيل زه تاسو ته وئيل غواړم چې پاكستان او هند دواړه د چين مهم ګاٶنډي هېوادونه دي٬ چين عمر له پاكستان سره خپلو اړيكو ته اهميت وركړے او خپلو ګاٶنډيانو هېوادونو سره د ښو اړيكو په پاليسۍ ولاړ دے۔