
اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئيلي دي د مارګله او ګولړه ريلوے سټيشنز به په جديد تقاضو سموو ٬ دغسې چې اولس ته بهتر ماحول وركړے شي۔ د ګل په ورځ وفاقي وزير حنيف عباسي په مشرۍ كښې د ګولړه او مارګله سټيشنز د تجديد جوړولو په اړه غونډه وشوه ۔ په دې موقع وفاقي وزير ووئيل زمونږ مقصد اولس ته بهتر ماحول وركول دي٬ په ګولړه او مارګله سټيشن به د جديد طرز ريسټورنټ جوړولې شې او د دې مينجمنټ لپاره به آؤټ سورسنګ كوٶ٬ د جديد طرز اليکټرك پولز به لګولې شي او د اولس سهولت لپاره به د آرام بينچز لګولې شي۔ ده ووئيل د شا او خوا زده كوٶنكو لپاره به جديد کيفيټيريا جوړولې شي۔ رېلوے سټيشنز اولس دوسته او جديد كولو لپاره اقدامات روان دي او ډېر زر به دا سټيشنز جديد او اولس ته ډالۍ كړے شي۔