حكومتي كمېټۍ د پارليماني روايات له مخې جوړيږي٬په دې كښې تل حكومتي غړي شامل وي۔اعظم نذير تارړ

اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي)د قانون وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئېلي دي د حكومتي كمېټو او پلاويو تشكيل د پارليماني رواياتو له مخې وي٬په دې كښې تل حكومتي غړي شامل وي۔د كل په ورځ د سينيټ په غونډه كښې ده ووئيل دا يو روايت يا رواج دے چې كله هم كومه حكومتي كمېټۍ يا پلاوې جوړېږي نو په هغې كښې د حكومت غړي شامل وي٬په دې طريقه كار د ډېرې راهيسې عمل كيږي۔د قانون وفاقي وزير قامي معاملات كښې د اپوزېشن مثبت كردار ستائېلو سره ووئېل د جنګ په حالت كښې اپوزېشن د قامي يو والي څرګندونه كړې كومه چې د ستائنې وړ ده او د هېواد او قام په ګټه كښې ده۔ده هيله څرګنده كړه چې راتلونكې كښې به هم په مهمو قامي چارو د اپوزېشن او حكومت يو بل سره د مرستې رويه برقرار وي دغسې چې هېواد ته په ورمخې ته شوو چېلنجونو په موثر انداز مقابله وكړې شي۔