په آپريشن”بنيان مرصوص” كښې د شاهين ميزائل كارولو په اړه د هند ميډيا بې بنسټه ادعاګانې مسترد كړې شوې ۔ د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) پاکستان په آپريشن”بنيان المرصوص” كښې د شاهين ميزائل كارولو په اړه د هند ميډيا بې بنسټه ادعاګانې په سختۍ سره مسترد كړې دي۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر وياند په دې اړه د هند ميډيا د بې بنسټه ادعاګانو په ځواب كښې ووئيل خارجه وزارت د هند ميډيا د ځينې برخو دغه بې بنسټه تورونه مسترد كوي چې پكښې دا ناسمه ادعا شوې چې پاکستان په آپريشن “بنيان مرصوص” كښې شاهين ميزائل استعمال كړې وٶ۔ د خارجه دفتر وياند بيان له مخې دا ادعاګانې د هند پوځ د آفيشل ټويټر هينډل لخوا د وېډيو اجراء نه وروستو شوې چې پكښې په ښكاره توګه د پاکستان د شاهين ميزائل استعمال ښودلے شوے۔ وياند ووئيل په دې پوهېدو سره چې دا ادعا بې بنسټه ده٬ د هند پوځ په سمدستي توګه ګمراه كونكې ويډيو حذب كړه خو تر ھغې د هند ميډيا ځېنې برخو د تصديق نه غېر ناسمه بيانيه خپره كړې وه۔ وياند په دې امر د افسوس څرګندونه وكړه چې د هند ځينې ميډيا ادارې د دې ډس انفارمېشن پرچار كوي٬ دلته دا خبره د ذكر وړ ده د هند پوځ آفيشل هينډل په دې معامله غلے دے او هغوي د ناسمه پوسټ وضاحت كړے او نه ترديد٬ د تجزيه کارو مشاهده ده چې دا ډول ډس انفارميشن مهمات په آپريشن “سندور” كښې د هند ناكامۍ په قصداً د پټولو هڅې دي او دا د پاكستان د روايتي پوځي صلاحيتونو د څرګندونې نيتجه وه۔ د دې نه علاوه د ځان نه جوړې كرې قيصۍ د نوي ډيلي د جنګ بندۍ په حواله د ګمراه كونكې بيانيي او د پاكستان لخوا تش د نامې د “جوهري بليک ميلنګ” بې بنسټه تورونو ته د هوا وركولو د روانو هلو ځلو سره سمے خوري ۔وياند ووئيل د پاكستان لخوا د كارولے شوو وسلو رېنج د آئي ايس پي آر د 12 مئي كال 2025 په خبر پاڼه كښې په تفصيل سره بيان كړے شوے٬ د پاکستان وسله والو ځواكونو د پريسيزن ګائيډډ، تر اوږدې فاصلې هند په نخښه كونكې د الفتح سيريز ميزائل اېف 1 او اېف 2 سره سره جديد ګوله و بارود، انتهائي باصلاحيت لانګ رينج لوئټرنګ کلر ډرون او تر اوږدې فاصلې هدف په نخښه كونكې آرټلري كارولې او د دې اثاثو د لارې په هند او د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې چې كوم پوځي ځايونه په نخښه كړې شوي ھغه هم د 12 مئي د آئي اېس پي آر په خبر پاڼه كښې بيان دي۔ وياند ووئيل غېر تصديق شوې او بې دليله مواد خپرول نه يوازې سيمه ايز استحكام لپاره زيان مند دي بلكې دا د سركاري ادارو د ناقصه وظيفائي صلاحيت هم غماز دي۔