د صوبائي اسمبلۍ غړے شيرعلي افريدې د پبلک سيفټي کميشن چيئرمين مقرر كړے شو

پېښور 19 مئي (اے پي پي) په پېښور كښې پبلك سيفټي کميشن جوړ كړے شوے او د صوبائي اسمبلۍ غړے او د ډيډك چيئرمين شيرعلي افريدي د کيپيټل سټي ډسټرکټ پشاور د پبلک سيفټي کميشن چيئرمين مقرر شوے دے ٬ ده سره به په نورو غړو كښې د صوبائي اسمبلۍ څخه سميع الله او صوبيه خان شامل وي۔ په دې لړ كښې صوبائي داخله وزارت په رسمي توګه اعلاميه جاري كړې ده۔