ايم پي اے كلثوم نياز بلوچ د نېشنل پارټي قلات نوو ټاكلے شوو د كابينې غړو له مباركي وركړه

كوئټه 19 مئي (اے پي پي)د بلوچستان اسمبلۍ د نېشنل پارټۍ غړې كلثوم نياز بلوچ نېشنل د ګوند لخوا د قلات نوو ټاكلے شوي صدر ظهور بلوچ٬جنرل سيكرټري عبدالرحمان او نورو ټولو عهديدارو ته مباركي وركړې ده ۔دې د نېشنل پارټۍ قلات ضلعې نوې ټاكلې شوې كابينې ته مباركي وركولو سره هيله څرګنده كړه چې نوي مشران به ګوند لا فعاله كولو كښې كردار ادا كړي۔دې ووئيل نېشنل پارټي يو اصول لرونكې او په جمهوري هلو ځلو باور لرونكے سياسي ګوند دے او هيله ده چې نوې ټاكلې ضلعي كابينه به د ګوند نظرياتي بنيادونو قوي كولو سره د اولس مسئلې حل او تنظيمي فعاليت لپاره بشپړ كردار ادا كړي۔