
دبئ۔ 19 مئ(اے پي پي) متحده عرب امارات كښې سرچ اېنډ ريسكيو سېنټر او كوسټ ګارډ د ساحل سره نزدې د ډوبېدونكې بېړۍ 16 كسان د ډوبېدو نه ساتلې دي۔ د امارات اليوم تر مخه اماراتي وګري او غېر ملكيان رېسكيو كړے شوي ۔ د ريسكيو ډلو په وړومبۍ پیښه كښې درې وګري بچ كړل ٬ كارګوشپ ډوبېدو ته نزدې ؤ۔ دا نه دي وئېلې شوي چې پیښه كله او “چرته رامخې ته شوه ۔ په دويمه پیښه كښې نېشنل ګارډ سېل لپاره راغلي 13 كسان رېسكيو كړل د چا بېړۍ چې ډوبېدو ته نزدې وه۔ تېره اوونۍ د يو كارګو شپ څخه يو هندے وګړے په رېسكيو كولو روغتون ته منتقل كړے شوے ؤ كوم چې په اور سوځېدلے ؤ۔