
کراچۍ 18 مئي (اے پي پي) د سياسي چارو لپاره د وزيراعظم سلاکار رانا ثناء الله په مشرۍ د خزاني وفاقي وزير سناتور محمد اورنګزيب او نورو وفاقي وزيرانو او د اقتصادي ډلي غړو د سند ګورنر کامران ټیسوري او د متحده قومي مومنټ مشرانو سره په ګورنر هاؤس کښې ملاقات كړې او د راتلونکي مالي کال په بجټ کښې عامو وګړو له د اسانيو ورکولو په اړه یې خبرې وکړې۔ رانا ثناء الله دې څخه وړاندې په وزیراعلی هاوس کښې د سندھ وزیراعلی سید مراد علي شاه، سید نوید قمر او د تجارت يډلي استازو سره هم ملاقات کړې وه او د بجټ د وړاندیزونو په اړه یې ورسره خبرې وکړې۔ په ګورنر هاؤس کښې د ملاقات نه پس خبریالانو سره په خبرو کښې رانا ثناء الله ووئیل لکه څنګه چې ټول قوم د د هند په ضد د يو موټې كيدو سره ثابته کړه چې د هیواد دفاع په قوي لاسونو کښې ده، هم دغسې اوس باید په هیواد کښې د اقتصادي سوکالۍ لپاره مخکښې لاړ شو۔ ده ووئيل اوس هیواد د اقتصادي بحران څخه وتللې دې، د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ اقتصادي ډلي پريكړه كړي چې د راتلونکي مالي کال په بجټ كښې به عامو وګړو له آسانۍ وركولې شي ۔ ده ووئيل بجټ كښې به عامو وګړو لپاره ښه خبرونه وي ۔رانا ثناء الله ووئیل وزیراعلی هاوس او ګورنر هاوس كښې ملاقات ګټه ور وو او د هغې اغیزې به په راتلونکې بجټ كښې ښكاره شي ٬ دې څخه وړاندې د سندھ ګورنر ووئيل د مئې په 10مه د پاکستان وسله والو ځواکونو هند ته په زړه پوري ځواب ورکړې او دا یې ثابته کړه چې د قوم دفاع په قوي لاسونو کښې ده او اوس باید ټول په ګډه د هیواد معيشت مستحكم كړو ۔ ده ووئيل باید لوظ وكړو چې اوس به هیواد د قرضو څخه آزادوو ۔ په دې موقع د ایم کیو ایم پاکستان مشر ډاکټر فاروق ستار هم خبرې وکړې۔په دې مهال وفاقي وزیران اوېس لغاري، ډاکټر خالد مقبول صدیقي، علي پرویز، د ایم کیو ایم مشران نسرین جلیل، فیصل سبزواري او نور هم موجود وو۔