
پېښور 18 مئي (اے پي پي) وفاقي وزير او د مسلم ليګ (ن) خېبرپښتونخوا صدر انجنير امير مقام وئيلي دي چې مونږ پاك پوځ ته سلام کوو چا چې دښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړې، د بنيان مرصوص عملياتو په كاميابۍ کښې د پاکستان وزیراعظم محمد شهباز شريف د يو غوره کپتان کردار ترسره كړې، په کوهستان کښې د 40 ارب روپو مېګا مالي سکېنډل د پلټنو په اړه د قومي احتساب بيورو ستائنه كوو، د دې کرپشن کېس به بشپړې پلټنې کولې شي، په کوهستان کښې د 40 اربه روپو مېګا مالي سکېنډل غندنه كوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ په لاچي کوهاټ کښې يوې لوې غونډې ته د وينا مهال وکړې، په کومه کښې چې د لاچي کوهاټ څخه د جميعت علماء اسلام (ف) يو مشر او پخوانی ايم پي اے مېجر شادات خان ورور او د پخواني وزير او ډپټي اسپيکر شاد محمد خان زوی فواد خان د خپلې کورنۍ او ملګرو سره په رسمي توګه په مسلم ليګ (ن) کښې شموليت وكړو ۔دا د خيبرپښتونخوا د ضلع کرم څخه د صوبائي اسمبلۍ غړي (ايم پي اے) علي هادي نه پس يو بل مهم سياسي شخصيت دی چې مسلم ليګ (ن) کښې شامل شو۔د غونډې په مهال انجنير امير مقام نوي شامل شوو کسانو ته د ګوند پګړۍ په سر كړه۔ غونډې ته په وينا کښې وفاقي وزير انجنير امير مقام ووئيل چې پاك پوځ د هند د جارحيت ځواب وركړې، دې سره دښمن ته واضحه پيغام ورسېدلې چې دا قام بيدار او متحد دی۔ مونږ پاك پوځ ته سلام کوو چا چې دښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړې، د پاکستان وسله وال ځواکونه زمونږ د سرحدونو ساتونکي دي او ۲۵ کروړه پاکستاني اولس د خپلو ځواکونو سره ولاړ دې ۔د پاکستان وسله والو ځواکونو په ټوله نړۍ کښې د پاکستان سر اوچت کړی دی، ټول قوم د خپلو ځواکونو سره ولاړ دی۔وفاقي وزير انجنير امير مقام د “بنيان مرصوص” عمليات د قومي سلامتيا په حفاظت كښې يوه تاريخي بريا وګرځوله ۔ ده ووئيل چې دا عمليات د سياسي او پوځي مشرتابه سره د قوم د بشپړه يووالي څرګندونه ده، مونږ د پاك پوځ شهيدانو او ځوانانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې کوو چا چې خپل سرونه قربان کړل او د هېواد امنيت يې باوري كړو ۔په غونډه کښې د مسلم ليګ (ن) مشران رحمت سلام خټك، د مسلم ليګ (ن) کوهاټ جنرل سيکرټري حکم بادشاه او د مسلم ليګ (ن) ضلع کرك صدر ميان اخلاق هم موجود وو۔ هغه کسان كوم چې د خپلې کورنۍ او زرګونو ملګرو سره مسلم ليګ (ن) کښې شموليت کړی دی، د جميعت علماء اسلام (ف) مشر فواد خان، پخوانی ايم پي اے مېجر ريټايرډ شهزاد خان، پخوانی تحصيل کونسلر مومن شاه ايډووکيټ، د عوامي نېشنل ګوند د تحصيل لاچي پخوانی صدر ارشد، د لاچي ديهي پخوانی ناظم خان، د لاچي پايان پخوانی ناظم حاجي ګل مالي شاه، د لاچي اربن کونسل پخوانی ممبر حاجي ګل خان شاه، د صوبائي کونسل پخوانی ممبر حاجي ګل خان شاه، عبدالعزيز، حنيف، پخوانی ناظم حاجي حيات خان، پخوانی تحصيل کونسلر شاد منير، کونسلر سردار داؤد، اعجاز ايډووکيټ، د ويلج کونسل کفايت چيئرمېن، د ويلج کونسل منصور خان چيئرمېن او نور هم شامل وو۔