د پاکستان وسله والو ځواکونو په مړانه هند له په زړه پوري ځواب ورکړ، كوم به چې تاریخ کښې عمر له ياد ساتلې شي۔عطاء الله تارړ

لاهور 18 مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئیلي دي چې د پاکستان وسله والو ځواکونو په کومه مړانه هند له په زړه پوري ځواب ورکړې، هغه به تاریخ کښې عمر له یاد ساتلې شي، د پاکستان د وسله والو ځواکونو تاریخي ځواب نه پس دښمن سپین بیرغ پورته کولو ته مجبور شوي، د پاکستان دفاع ناقابل تسخيز ده او دښمن له په سفارتي كچه هم ماتې ورکړې شوي ۔ د اتوار په ورځ په خپله حلقه كښې د معرکه حق عملیات بنیان مرصوص په اړه د مننې لاریون ته په وینا کښې وفاقي وزير ووئيل چې د ګران هېواد د دفاع لپاره د پاکستان د وسله والو ځواکونو قربانۍ او عزم د ستائیلو وړ دی۔ وفاقي وزير وزیر د مننې په لاریون کښې د خلکو په ګڼ شمير كښې په ګډون كولو د هغوي ستائنه وكړه ۔ ده ووئيل وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ او د پوځ سرلښكر جنرال سید عاصم منیر په زړه پوري لارښوونه كښې هند ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړې شوې، نن ټول قوم متحد دی، د سوشل ميډيا صارفينو او ميډيا مننه كوم چې د بیانیې جګړه یې وکړه۔ عطاء الله تارړ ووئیل چې وزير اعظم شهباز شریف شپه او ورځ د پاکستان د دفاع لپاره خپل كردار ترسره كړې، د جنرال عاصم منیر په مشرۍ كښې چې کله فتح میزایل وتوغول شو نو په هند کښې یې زلزله جوړه کړه۔ ده ووئيل چې هند په توره شپه کښې برید وکړ نو د هوايي ځواكونو د هند شپږ جنګي الوتکې راوغورځولې، زموږ هوايي ځواك د دښمن برید په بشپړه توګه په شا تمباولې او پوځي ځواکونو د دښمن د بريګيډ هيډ كوارټري په نښه كړي چې وروسته دښمن سپین بیرغ پورته کولو ته مجبور شوي ، دښمن نه پوهېدو چې کوم پوځ، هوايي ځواك او سمندري ځواك سره مخامخ شوی يو۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئیل چې د هېواد د دفاع لپاره یې خپل ئې قرباني وركړې د هغه شهیدانو کورنیو ته سلام کوم، هغوی خو شهيدان شول خو خپل ګران هېواد حفاظت ئې وكړو ۔ ده وئويل چې دا خوشبخته قوم دې چې میاندې یې خپلو بچو كښې د شهادت جذبه پيدا كوي، هغه قوم كوم چې کفن په سر تړلو سره د کوره وځي هغه قوم ته هیڅوك ماتې نه شي ورکولی۔ د اطلاعاتو وزیر عطاء الله تارړ ووئیل چې د وزير اعظم په مشرۍ د نېشنل سيكورټي کمېټۍ چې کومې پرېکړې وکړې او د پاکستان وسله والو ځواکونو چې کوم كردار ترسره كړې هغه به تل په تاریخ کښې یاد ساتلې شي ۔ ده ووئيل چې مونږ د دښمن څخه د 1971 بدله واخسته، زمونږ بهادرو ځواکونو او سرلښكر په بهادرۍ سره د دښمن ناپاکه عزائم ناكامه كړي ۔ده د بدر غزا ته اشاره كولو سره ووئيل چې د بدر په غزا کښې مسلمانانو د لږ شمېرې سره سره په کفارو برلاسي ترلاسه کړه۔ ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شریف او د سرلښكر په مشرۍ د هېواد دفاع باوري شوي، نن د وزيراعظم په زړه پوري مشرۍ ته د سلام كولو ورځ ده ۔وزيراعظم شپه او ورځ د سفیرانو سره ملاقاتونه كړي او د پاکستان جنګ ئې كړې، هغه نړۍ ته ووئیل چې مونږ د پهلګام د پېښې د پلټنو لپاره چمتو وو خو دښمن د پلټنو څخه په شا شوي ۔ ده ووئيل هند له په زړه پوري ځواب ورکړې شوي دې څخه ثابته شوې چې د پاکستان وسله والو ځواکونو له هیڅوك ماتې نه شي ورکولی۔ د اطلاعاتو وزیر ووئیل چې د وزير اعظم شهباز شریف په مشرۍ مونږ په انفارمیشن وار فیر کښې هم شپه او ورځ یوه کړې او د هند ډنډوره مو ناكامه كړي ٬ په پاکستان کښې د ګټي خوشحالۍ لمانځلے كيږي او په هند کښې د ماتم ، د هند وګړو د خپلو مشرانو څخه پوښتنې کولې چې ولې یې د دروغو ډنډوره كړي ۔د اطلاعاتو وزیر ووئیل چې د میا نواز شریف په وخت کښې د شپږو اټومي چاودنو تاریخ تازه شوي او اوس د وزير اعظم شهباز شریف په مشرۍ د دښمن شپږ الوتکې راوغورځولې شوې چې د دښمن ټولې ادعاګاني په ډاګه شوي او دښمن یوازې د ملبے پورته كولو ته پاتي شوي ۔ ده ووئيل چې په دې بریا موږ لوے څښتن ته سجده كول پكار دي ، زما مور هم شپه او ورځ زمونږ لپاره دعاګانې کولې او د سيمي د هر ځوان، مور او خور حوصله یې لوړه کړي ۔ عطاء الله تارړ ووئیل چې مونږ امن خوښي يو ، پاکستان امن غواړي خو دښمن زمونږ د امن غوښتنې ته د کمزورۍ په سترګه ګوري د كوم چې بشپړه ځواب ورکړې شوي ۔ ده ووئيل چې اوس د وزير اعظم شهباز شریف په مشرۍ به د کشمیر په اړه خبرې کېږي۔ ده ووئيل چې د پاکستان ملګرو هېوادونو هم په دې اړه خپل كردار ترسره كړې، د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ خپل كردار ترسره كړې ، چین هم د پاکستان بشپړه ملاتړ کړې، سعودي عربستان، متحده عرب امارات، قطر، ترکیه، ایران، اذربایجان او هر هغه هېواد چې زمونږ سره ولاړ ؤ د هغو ټولو مننه كوو، اوس د امن او د دې هېواد د اقتصادي ودې د پرمختګ وخت دی، چرته چې مونږ په پوځي ډګر کښې دښمن ته ماتې ورکړې هلته به معاشي ميدان كښې هم وركوو۔ د مننې لاریون د کالج روډ څخه اکبر چوك كښې پائی ته ورسېد۔