د خېبر پښتونخوا كورنر فیصل کریم کنډي د مئې په 19مه نيټه په پبلك ډے کښې د وګړو ستونزې او وړاندیزونه اوري

پېښور 18 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي به د مئې په 19مه نېټه په پبلك ډے کښې د خلکو ستونزې او وړاندیزونه اوري۔ د پېښور ګورنر هاؤس دروازې به د مئې په 19مه نېټه د سهار 10 بجو نه تر مازدیګر 4 بجے پرانستلي وي ، چرته چې د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د خلکو د ستونزو او وړاندیزونو اورېدو لپاره موجود وي۔ په ګورنر هاؤس کښې نسلسل سره د پبلك ډېز كول د ګوند د چیئرمېن بلاول بھټو زرداري او ګورنر فیصل کریم کنډي د دویمن امپاورمنټ ، یوتھ انګیجمنټ ، سيمه ايز پرمختګ او اوسي مشاورت ایجنډے برخه ده۔