
اسلام آباد 18 نئي (اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان وئیلي دي چې حکومت د ټیرف ریشنلائزیشن لارې د هیواد برآمدات 60 ميليونه ډالره د رسولو لپاره كوټلي اقتصادي پالیسیو عمل كوي۔ د تجارت وزير جام کمال خان د اتوار په ورځ “اے پي پي” سره مرکه کښې ووئيل د ټیرف ریشنلائزیشن په اقتصادي وده کښې مهم كردار ترسره كوي،د د لنډې، منځنۍ او اوږدې مودې اقتصادي او تجارتي پالیسیو اهداف د لارې په راتلونکو پنځو کلونو کښې د قومي برآمدات 60 ميليونه ډالره ته د رسولو پلان لرو ۔د تجارت وزیر ووئیل چې ټیرف د تجارت لیبرالیزم په وده کښې مهم كردار ترسره كوي، د دې لپاره د وزيراعظم محمد شهباز شریف په لارښوونه حکومت یوې كوټلې ټیرف پالیسي جوړه کړې، كوم سره به چې د هیواد د تجارت حجم زیات شي او پاکستان ته به په نویو بازارونو کې د ننوتلو موقع تربلاسه شي ۔جام کمال وویل چې حکومت په راتلونکو 5 کلونو کښې د هیواد د برآمداتو مجم 60 ميليونه ډالره ته د رسولو پلان لري او په دې لړ کښې وزیراعظم محمد شهباز شریف پالیسي لارښوونې کوي۔ د بېلا بېلو هېوادونو سره د ازاد تجارت لوظنامو (ایف ټي ایز) په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کښې هغه ووئیل چې حکومت د هېواد تجارت زياتولو او هغه معيشتونو سره د هیواد تجارت ازادولو آپشن وركولو لپاره په نړیوال بازار کښې د نویو څيزونو معارفي كولو لپاره په تجارتي تنوع کار کوي۔ وفاقي وزير ووئيل چې پاکستان د چین، ملائشياﺀ او سري لنكا سره ایف ټي ایز ته حتمي شكل وركړې او هم دغسې د ترکیې، تائی لینډ او ایران سره ایف ټي ایز د مذاکراتو په پړاو کښې دي، چې په دې کښې د ټیرف پالیسي رول مهم دی۔ ده ووئيل چې د منځنۍ اسیا هېوادونو ازبکستان، اذربایجان او اندونیزیا سره د پاکستان ترجیحي تجارتي معاهده (پي ټي ای) دغو هېوادونو سره په تجارت کښې اهميت لري ۔ ده ووئيل چې پاکستان د منځنۍ اسیاﺀ په شمول سیمه ایزو هېوادونو سره خپل تجارت ته پام لرنه كوي او د شمالي او جنوبي امریکا غیر روائتي منډيو كښې هم خپل مصنوعاتو ته وده ورکړې ده۔ ه ووئيل چې پاکستان په نړیوال او سیمه ایز تجارت كښې د ازاد تجارت ملاتړ کوي او په دې اړه پالیسۍ هم مرتب كړي ۔د یوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د اوسني حکومت د ټیرف ریشنلائزیشن پالیسي وژن سره به هېواد په نړیواله کچه د ازاد او قوي معيشت په توګه رامخې ته شي، دې سره به نه يواځي د هېواد برآمدات زیات شي بلکې د بېلابېلو هېوادونو سره به د پاکستان د ازاد تجارت تړون ګټورتیا هم زیاته شي او د هېواد معيشت به (جي وي ایېس ګلوبل چاؤین سپلائی) سره وتړلې شي ۔ د یوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل سیمه ایزه سوداګري ته حكومت خاص پام لرنه كوي او د اذربایجان په شمول پنځه منځنۍ اسیايي هېوادونه د اروپایي هېوادونو سره تجارتي او اقتصادي رابطو زياتولو لپاره مهم دي ۔ ده ووئيل چې ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان، ترکمانستان او كرغزستان د پاکستان سره په سباؤن كښې مهم تجارتي شراكتدار دي۔